نن بیا افغانستان کې مظاهرې وشوې

د خپريدو وخت: 04:59 گرینویچ - 23 سپتمبر 2012 - 02 تله 1391

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ددغه پوهنتون د نامه د بدلولو پرضد ددویمې ورځې لپاره بیا لاریون کړی.

لاریون کوونکي له پوهنتونه د پارلمان پر لور روان شوي دي.

دغو محصلینو د تېرې شنبې په ورځ (سپتمبر ۲۲) هم لاریون وکړ.

دغه لاریونونه وروسته تر هغه پیل شول، چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نوم د برهان الدین رباني په نامه بدل شو.

بل خوا، د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې د امریکایي فلم په غبرګون کې لاریون پیل شوی، او د تورخم ـ جلال اباد لویه لار یې د ډکې په سیمه کې د ټرافیکو پر مخ تړلې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .