د سوري خپلواک پوځ مرکزي قومانده سوریې ته ولېږدوله

د خپريدو وخت: 05:04 گرینویچ - 23 سپتمبر 2012 - 02 تله 1391

د سوریې ازاد پوځ، چې د حکومت له لویو مخالفو ډلو ګڼل کېږي، ویلي چې له ترکیې څخه یې د مرکزي قیادت مرکز سوریې ته لېږدولی دی.

ددغې ډلې یوه قومندان ویلي له دې کاره یې هدف دا وو چې ټولې ډلې د بشارالاسد د ځپلو او شړلو لپاره سره یو موټی شي او دمشق پخپله ولکه کې راولي.

هغه دا هم ویلي چې اوسمهال د مرکزي قوماندې مرکز د سوریې له نیول شوو سیمو کې فعالیت لري.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .