''د برید په صورت کې به ایران د امریکا اډې په نښه کړي''

د خپريدو وخت: 04:24 گرینویچ - دوشنبه 24 سپتمبر 2012 - 03 تله 1391

د ایران د سپاه پاسداران یوه قومندان خبرداری ورکړی، که چېرې پر ایران برید وشي، ایران به په سیمه کې د امریکا اډې په نښه کړي.

ددغه ځواک د هوايي برخې قومندان ویلي، پر ایران به د برید په صورت کې په سیمه کې هېڅ کوم هېواد بې طرفه پاتې نه شي.

قومندان امیر علي حاجي زاده پخپلو څرګندونو کې ټينګار کړی چې اسراییل په یوازې سر پر ایران د برید توان نه لري، او ارو مرو د امریکا مرستې ته اړ دی.

د هغه په وینا، د جګړې د رامنځ ته کېدو په صورت کې به ایران په منځني ختيځ کې د امریکا اډې په نښه کړي .

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .