د سوریې اپوزېسیون بې ساري غونډه کړې

د خپريدو وخت: 06:57 گرینویچ - دوشنبه 24 سپتمبر 2012 - 03 تله 1391

د سورېې په پلازمينه دمشق کې د خپل ډول په يوه بې سارې غونډه کې د سورېې اپوزيسیون له واک څخه د ولسمشر بشار الاسد د ګوښه کېدو غوښتنه کړې ده.

غونډې په خپلې اعلامېې کې له حکومت او وسله وال اپوزيسیون څخه غوښي دي چې په سملاسي ډول له تاوتريخوالي څخه لاس واخلي.

غونډه له رژیمه غواړي چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او وسله والې ډلې هم د عربي او نړیوالې ټولنې تر څار لاندې د ورته غوښتنې په وړاندې ژمنه وکړي.

کنفرانس د نړیوالې ټولنې له استازي اخضر ابراهیمي څخه هیله وکړه، د سوریې د کړکیچ په تړاو یوه غونډه جوړه کړی چې ټول ګوندونه ګډون په کې ولري.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .