په سوریه کې وضعیت د خرابېدو په حال کې دی

د خپريدو وخت: 05:42 گرینویچ - سه شنبه 25 سپتمبر 2012 - 04 تله 1391

د سوريې لپاره نړیوال استازی لخدر ابراهیمي په هغه هېواد کې وضعیت خړپړ او د خرابېدو په حال کې بللی دی.

هغه د ملګرو ملتو د امنیت شورا ته وویل چې هره ورځ بندیان ځورول کېږي، خلک وېرېږي چې عامو روغتونونو ته ورشي او د خوړو کمښت په پراخېدو دی.

د نوموړي په خبره دسوریې کلتوري میراث هم له منځه وړل کېږي. ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه دمشق په سوریه کې روان پاڅون یوه دسیسه بولي چې بهرني جنګیالي یې مرسته کوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .