د مړو سپکونکي امریکايي افسران مجازات کیږي

د خپريدو وخت: 05:49 گرینویچ - سه شنبه 25 سپتمبر 2012 - 04 تله 1391

د امریکا د دفاع وزارت وايي هغه دوو امریکايي پوځیانو ته به چې په افغانستان کې یې د وژل شويو کسانو پر مړو باندې د متیازو کولو په حال کې فلم اخیستل شوی وو، انضباطي سزا ورکړل شي.

دغه دوه افسران چې جوزف چمبلین Joseph Chamblin او اډوارډ ډېپتولا Edward Deptola نومیږي د ګڼو هغو کسانو په ډله کې وو چې په جګړه ییزه تجهیزاتو کې لیدل کېږي چې پر مړو باندې متیازې کوي.

د هغوی وېډیو د جنوري په میاشت کې پر انټرنېټ خپره شوه. دا دوکسان همدا راز تورن دي چې د ټیټ پوړو پوځیانو له خوا د ناوړه چلند په اړه یې خپلو مشرانو ته رپوټ نه وو ورکړی. پاتې پوځیانو ته یې لا له وړاندې انضباطي سزا ورکړل شوې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .