لانجمنو ټاپو ګانو ته د کب نیونکو د بېړیو کتار ورغلی

د خپريدو وخت: 05:36 گرینویچ - سه شنبه 25 سپتمبر 2012 - 04 تله 1391

جاپان وايي د شاوخوا شپېتو کب نیونکو بيړیو یو کتار له تایوان څخه د ختیځ چین په سمندرګي کې د هغو ټاپوګانو شاوخوا اوبو ته ورننوتی چې پر ملکیت یې دعوا ده.

بیړۍ په هغو اوبو کې دي چې جاپان له بریده وتلې اعلان کړي دي. د چین او جاپان تر منځ اړیکي په دا وروستیو اوونیو کې له هغه وروسته خراب شول چې د جاپان حکومت د هغو ټاپوګانو درې له یوه شخصي زمیندار څخه واخیستل.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .