ډاکټران د نوې والگي ډوله ناروغۍ خبر ورکوي

د خپريدو وخت: 17:33 گرینویچ - سه شنبه 25 سپتمبر 2012 - 04 تله 1391

په بریتانیا کې ډاکترانو د نړۍ روغتیايي چارواکو ته د یوه نوي تنفسي وایروس په اړه خبرداری ور کړي چې SARS سارس ته ورته دی او کولای شي چې پرې اخته کس ووژني.

له قطر څخه راغلی یو کس چې په منځني ختیځ کې په دغه وایروس اخته شوی دی.

دا مهال د لندن په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

دا ویروس سارس ته ورته دی چې په ۲۰۰۳ کال کې یې په آسیا کې سلګونه کسان ووژل.

لومړی ځل یو کس د کورونا ویرس په نوم دغې ناروغۍ په سعودي عربستان کې اخته شو او مړ سوی . یوه برتانوي ډآکټر بي بي سي ته ویلي چې روغتیایې چارواکي د حالاتو څارنه کوي خو زیاتوي چې تر اوسه داسي نسته چې وښیې دا ویروس ساري وي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .