کرزی: سولې ته له تور لیسته طالب مشران لیرې کړﺉ

د خپريدو وخت: 04:23 گرینویچ - چارشنبه 26 سپتمبر 2012 - 05 تله 1391

ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د وینا پرمهال وویل د مسلمانانو دیني مقدساتو ته سپکاوي چې په هره بڼه وي غندو.

''موږ په کلکه دغه پاروونکی عمل غندو که د فلم د خپرولو، کاري کاتور او یا هم په بله هره تحریکوونکي بڼه وي.

د بیان آزادي هېڅ کله دغه ډول عمل نه شي توجیه کولای. په همدې ډول دغه سپکاوی د هغه تاوتریخوالي لپاره هم دلیل نه شي کېدای چې بي ګناه انسان په کې ووژل شي.''

دغه راز ولسمشر کرزي د افغانستان د سولې په بهیر کې د امنیت له شورا نه د مرستې او له تور لست نه د طالب مشرانو د نومونو د لرې کولو غوښتنه وکړه.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .