ختیځ کې د ناټو دوه سرتېري وژل شوي

د خپريدو وخت: 16:56 گرینویچ - چارشنبه 26 سپتمبر 2012 - 05 تله 1391

په افغانستان کې مېشت ناټو ځواکونه وایي د دوی دوه سرتېري د افغانستان په ختیځ کې وژل شوي.

ایساف د خپلو سرتېرو هویت و نه ښود خو په یوې ویناپاڼې کې یې ویلي چې سرتېري یې د وسله والو په برید کې وژل شوي.

په همدې حال کې د لوګر د والي ویاند دین محمد دروېش دا منلې چې په برکي برک ولسوالۍ کې د ایساف پر کاروان په برید کې یو بهرنی سرتېری مړ او دوه نور ټپیا ن شوي دي.

هغه ویلي چې سرتېري په عملیاتو بوخت ول چې برید ورباندي وشو.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .