دعراق په زندان وسله وال برید شوی

د خپريدو وخت: 10:58 گرینویچ - جمعه 28 سپتمبر 2012 - 07 تله 1391

وسله والو کسانو د عراق د تکریت ښار په زندان برید کړی، ۱۲ تنه ساتونکي یې وژلي او لسګونه بندیان یې خوشې کړي دي.

چارواکي وايي دغه پولیس د تسفیرات په زندان کې هغه مهال ووژل شول چې د وسله والو له خوا محاصره شوو، خو وايي امنیتي چارواکو بېرته د زندان ولکه ترلاسه کړې ده. برید د جمعې په شپه ناوخته شوې دی.

د عراق د ولسي جرګې یوه غړي برید کوونکي د القاعدې سخت دریځه غړي بللي دي.

د بي بي سي خبریال وايي داسې ښکاري چې برید د وسله والو او ځینو بندیانو تر منځ په همغږۍ شوی و.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .