د الوتکې غورځېدو له امله ۱۹ کسان ووژل شوو

د خپريدو وخت: 11:41 گرینویچ - جمعه 28 سپتمبر 2012 - 07 تله 1391

نیپال کې د یوې الوتکې د راغورځېدو له امله ۱۹ تنه ووژل شوو. الوتکه د دغه هېواد له پلازمېنې کهټمنډو نه د ایورېسټ غره ته څېرمه یوې سیمې ته د الوت په بهیر کې وغورځېده.

په دې الوتکه کې ناست اکثرکسان غرختونکي وو. له وژل شویو کسانو څخه اووه تنه انګریزان، پنځه چینایان او نور نیپالیان وو.

الوتکه د سیند غاړې ته غورځېدلې ده. چارواکي وايي پیلوټ کنټرول ټاور ته ویلي و، چې له الوتکې سره مرغه ټکر شوی دی.

په نیپال کې د تېرو دوو کلونو په موده کې دا شپږمه خونړۍ هوايي پېښه ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .