بېلور وايي په خپلو خبرو پېښمانه نه دی

د خپريدو وخت: 16:46 گرینویچ - جمعه 28 سپتمبر 2012 - 07 تله 1391

د پاکستان حکومت یوه وزیر چې اسلام ته د سپکاوي ویډیو جوړونکي د وژلو پر سر یې له خپل جیبه د ۱۰۰ زرو ډالرو انعام منلی و وايي له خپلو خبرو پېښمانه نه دی.

غلام احمد بېلور وايي که د لوېدیځ قانونونه حضرت محمد (ص) پر ضد د خبرو مخه ونیسي نو دی به هم له انعام ورکولو تېر شي.

هغه له طالبانو سره اړیکې رد کړي او وايي ترهګر نه دی، خو په عین حال کې یې له القاعدې او طالبانو غوښتي چې د فلم جوړونکی ووژني.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .