پاکستان کې سېلابونو ۴۰۰ کسان وژلي

د خپريدو وخت: 05:09 گرینویچ - شنبه‬ 29 سپتمبر 2012 - 08 تله 1391

د پاکستان حکومت ویلي چې د وروستیو موسمي بارانونو له کبله په دغه هېواد کې لږترلږه ۴۰۰ کسان وژل شوي دي.

له تېرو دوو اوونیو راهیسې پاکستان کې سېلابونه راوتلي دي.

په سند او بلوچستان ایالتونو کې لسګونه زره وګړي بې کوره شوي او یا له خپلو مېنو کوچېدلي دي.

اروپايي اتحادیې ویلي چې پنځلس میلیونه یورو به د پاکستان له سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي.

په ۲۰۱۰ کال پاکستان کې موسمي بارانونو او سېلابونو لږترلږه ۱۸۰۰ کسان ووژل او زرګونه نور یې بې کوره کړل.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .