امریکا له سوریې سره ۴۵ میلیون ډالر مرسته کوي

د خپريدو وخت: 08:54 گرینویچ - شنبه‬ 29 سپتمبر 2012 - 08 تله 1391

د امريکا متحد ايالاتو د سوريې لپاره د نورو ۴۵ ميليونه ډالره مرستې ژمنه کړې ده.

د دغې پيسو ۳۰ ميليونه ډالره به يې په بشري برخو کې ولګېږي او پاتې ۱۵ ميليونه به يې د هېواد ملکي مخالفينو ته ورکړل شي.

دغه اعلان د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله ته په حاشيوي خبرو کې وکړ.

پخپله د سوريې په حلب ښار کې د جمعې ورځې راهيسې جګړې شدت موندلی دی.

يوه ورځ وړاندې سوري ياغيانو د حکومتي ځواکونو پر ضد يرغل کړی او راپورونه وايي چې ياغيان هڅه کوي مهم پرمختګ وکړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .