د پاکستان پوځ د ډیلي ټیلګراف رپوټ رد کړ

د خپريدو وخت: 07:49 گرینویچ - 30 سپتمبر 2012 - 09 تله 1391

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو د شعبې ( ای ایس پي ار) ویندوی د برتانیا د ډیلي ټیلګراف ورځپاڼي هغه رپوټ رد کړ، چې وايي د پاکستان څارګره اداره (ای ایس ای) د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیرې حنا رباني کهر او د پاکستاني ولسمشر د زوی بلاول بوټو زرداري د بدنامولو لپاره کمپاین کوي.

د بنګلادیش په یوه اوونیزه (بلټز) کې په دې اړه د یوه رپوټ له خپرېدو وروسته په رسنیو کې داسې ګنګوسې خپرې شوې ، چې ګواکي بلاول بوټو غواړي له حنارباني سره واده وکړي. د ای ایس پي ار د ویندوی په خبره ای ایس ای د بدنامۍ له دې کمپاین سره هیڅ ډول اړیکه نه لري.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .