وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې برید کړی

د خپريدو وخت: 05:35 گرینویچ - دوشنبه 01 اکتوبر 2012 - 10 تله 1391

د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې د بې پیلوټه امریکايي الوتکې په یوه برید کې یو عرب جنګیالی وژل شوی دی.

د ځايي چارواکو په وینا برید په روان موټر سایکل وشو چې پرې ناست سړی په کې ووژل شو.

برید د دوشنبې په سهار له میرعلي ښار نه څلور کیلو متره لرې شوی. له الوتکې نه دوه توغندي توغول شوي، چې یو یې پر موټر سایکل لګېدلی او بل یي څنګ ته ولګید.

د وژل شوي عرب د هویت په اړه تر اوسه پورې کره معلومات نه دي تر لاسه شوي او نه هم دامعلومه شوې، چې نوموړی کوم مهم کس و که نه.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .