په افریقا کې له ایډز سره سالمونېلا هم خپره شوې

د خپريدو وخت: 05:43 گرینویچ - دوشنبه 01 اکتوبر 2012 - 10 تله 1391

يوې نړيوالې څېړنې موندلې چې د سالمونېلا يوه وژونکې بڼه د اېډز ناروغۍ له خپرېدو په وسېله په ټوله افريقا کې خپره شوې ده.

ساينسپوهانو د دغې بېکټريايي ناروغۍ د خپرېدو د لا څارنې لپاره، د سالمونېلا نژدې ۲ سوه ټولګو جينيټکي کوډونه ارزولي دي.

دوی موندلې، دغه ناروغي د (HIV) له برسېره کېدوه سره چې د بدن پر دفاعي نظام بريد کوي او پر ناروغيو اخته کېدو سره د خلکو بدنونه مخامخ کوي، برابره روانه ده.

څېړونکي وايي دې کار سالمونېلا ته د بريد او خپرېدو لار پرانيستې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .