سروبي ته د ‌طالبانو له خوا ټاکل شوی ولسوال نیول شوی

د خپريدو وخت: 11:51 گرینویچ - دوشنبه 01 اکتوبر 2012 - 10 تله 1391

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، د ځانمرګو او سړي تښتونکو په ګډون یې په یو شمېر ولایتونو کې ۱۲ تنه وسله وال نیولي دي.

د دغه ریاست مرستیال ویاند شفیق الله طاهري په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې د کابل د سروبي ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال هم د ملي امنیت کارکونکو نیولی دی خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ښاغلي طاهري په وینا ، په تېره یوه میاشت کې یې له دېرش زرو کیلو ګرامه ډیر چاودیدونکي توکي او نژدې ۲۷۰میله درنې او سپکې وسلې هم نیولې دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .