د ګرجستان واکمن ګوند ټاکنې وبایللې

د خپريدو وخت: 12:58 گرینویچ - سه شنبه 02 اکتوبر 2012 - 11 تله 1391

د ګرجستان ولسمشر ميخايل ساکاشويلي ومنله چې ګوند يې پارلماني ټاکنې بايللي دي.

د ده ګوند ملي متحد غورځنګ او ټاکنيز سيال يې جورجين ډريم سياليو ته ولاړ وو.

ښاغلي ساکاشويلي دغه خبرې په تلويزيون کې وکړې:

((د ټاکنو د لومړنيو پايلو څخه دا جوته ده چې د جورجين ډريم ايتلاف اکثريت خپل کړی دی. د دې مانا دا ده چې په پارلمان کې دغه اکثريت راتلونکی حکومت جوړوي. او د ولسمشر په توګه زه به د اساسي قانون په رڼا کې د پارلمان د کار د پيلېدو په برخه کې چې د پارلمان نوی مشر او نوی حکومت جوړوي مرسته وکړم.))

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .