ناټو: پر پوځيانو بریدونه د طالبانو دسیسه ده

د خپريدو وخت: 06:06 گرینویچ - سه شنبه 02 اکتوبر 2012 - 11 تله 1391

د ناټو سازمان مشر انرېس فو راسموسېن ويلي د افغان ځواکونو له لوري پر ناټو پوځيانو د بريدونو ډېرېدل ښايي د طالبانو د هغې ستراتيژۍ پايله وي چې غواړي په د افغان پوځ د ننه نفوذ وکړي.

له ګارډين ورځپاڼې سره د يوې مرکې پر مهال ښاغلي راسموسېن وويل خپلمنځي بريدونه د اعتماد او باور په کمزوري کولو کې بريالي پرېوتي دي.

د ناټو سازمان مشر وويل ښايي د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستان نه د وتلو پلان رامخکې کړي، خو دا د دې ښکارندوی نه کوي چې په وتو کې له بېړې کار اخيستل کېږي.

افغان سرتېرو په روان کال کې شاوخوا ۸۰ بهرني سرتيري په خپلمنځي شخړو کې په ډزو وژلي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .