کیسمایو ته ګډ ځواکونه ننوتل

د خپريدو وخت: 07:09 گرینویچ - سه شنبه 02 اکتوبر 2012 - 11 تله 1391


د افريقايي ټولنې او سوماليا ګډ ځواکونه وروسته له هغه چې د شنبې په ورځ الشباب جنګياليو د سوماليا د کېسمايو ښار مرکز پرېښود، ور داخل شوي دي.

کېسمايو د الشباب ډلې وروستۍ ښاري سنګر او د دغې ډلې د تمويل پياوړی مرکز بلل کېده.

د سوماليا د حکومت يوه وياند وويل ګډ ځواکونه د کېسمايو د نفوسو لپاره امنيتي پلان جوړوي او په بندر او هوايي ډګر کې يېامنيتي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

امريکا د الشباب پر وړاندې د افريقايي ټولنې د بري ستاينه کړې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .