ناېجيريا کې ٢٥ کسه وژل شوي دي

د خپريدو وخت: 15:10 گرینویچ - سه شنبه 02 اکتوبر 2012 - 11 تله 1391

د نايجريا په موبي ښار کې وسله والو د يوه کالج په ليليه کې پر زده کوونکو بريد کړی چې په پايله کې يې لږ تر لږه ۲۵ کسه وژل شوي دي.

يوه اوسېدونکي بي بي سي ته وويل بريدګر د شپې مهال دوازه په دروازه ګرځېدل او ډزې يې کولې.

په وژل شويو کې عيسويان او مسلمانان هم شامل دي.

اوس دغلته پوځ ځای پر ځای شوی او په ګرځېدو څلريشت ساعته بندېز لګېدلی دی.

تېره اوونۍ د نايجريا امنيتي ځواکونو په موبي کې د بوکو حرام د اسلامپالې ډلې پر ضد عملياتو پر مهال زيات شمېر وسلې، مهمات او له ۱۵۰ زيات کسان ونيول.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .