ايراني پوليسو له مظاهره چيانو سره شخړې کړي

د خپريدو وخت: 08:41 گرینویچ - پنجشنبه 04 اکتوبر 2012 - 13 تله 1391

د ایران په پلازمینه تهران کې د بلوا ضد پولیسو له سلګونو مظاهره کوونکو سره شخړې وکړې.

د صرافانو په ګډون په ګڼ شمیر کې خلکو په دې اعتراض مظاهره کوله چې حکومت نه دی توانیدلي چې د ایراني پیسي ریال د لویدلو مخه ونیسي.

پولیسو د صرافانو هغه ډله چې د مرکزي بانک مخې ته ټوله شوې وه او د حکومت پرضد یې شعارونه ورکول خوره کړه.

راپورونه وايي پولیسو یو شمیر غیرقانوني صرافان هم نیولي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .