کرزی: د پاکستان د راکټي بريدونو مخه نه شو نيولی

د خپريدو وخت: 08:45 گرینویچ - پنجشنبه 04 اکتوبر 2012 - 13 تله 1391

افغان ولسمشر حامد کرزی وايي داسې وسلې په لاس کې نه لري چې هغه ځای په نښه کړي له کوم ځایه چې د افغانستان په ختیځو سیمو کې راکټي بریدونه کیږي.

ښاغلي کرزي نن په یوه خبري غونډه کې وویل له امریکا يې غوښتي چې د دواړوه هیوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو د تړون له مخې باید د امریکا متحده ایالات له افغانستان څخه د دفاع په لار کې عملي ګامونه پورته کړي.

افغان ولسمشر د ډیورنډ کرښې له بلې غاړې د افغانستان په ختیځو سیمو د بریدونو په اړه یو ځل بیا پر پخوانۍ خبره ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې هیڅکله به د پولې پر پورې غاړې میشتو خلکو بریدونه ونکړي ځکه د ده په وینا “هغوی زمونږ خپل قوم او خلک دي”

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .