ترکيې پر سوريې متقابلې ډزې کړي

د خپريدو وخت: 08:38 گرینویچ - پنجشنبه 04 اکتوبر 2012 - 13 تله 1391

د ترکیې توپچي قطعو وروسته له هغه پر سوریې د توپونو ګوزارونه وکړل چې له سوریې نه د ترکیې پر یو ښارګوټي د هاوان مرمۍ وتوغول شوه.

دا له تیرو ۱۸ میاشتو راهیسې چې په سوریه کې کړکیچ پیل شوی لومړی ځل دی چې ترکیه پر سوریې ډزې کوي.

د سوریې له خوا د هاوان مرمۍ د اکالي په نامه ښارګوټي کې پر یوه کور لګیدلې وه چې د یوې مور او دریو ماشومان په ګډون یې پنځه کسان ووژل .

د سوریې د اطلاعاتو وزیر عُمران ذویبي وايي د هغه ځاي په اړه څیړنه کیږي چې د هاوان مرمۍ ترې توغول شوې.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .