کوټه کې دولتي مامورین وژل شوي دي

د خپريدو وخت: 12:07 گرینویچ - پنجشنبه 04 اکتوبر 2012 - 13 تله 1391

دبلوچستان ایالت مرکز کوټې ته څېرمه د نا معلومو کسانو په ډزو کې دوه دولتي مامورین وژل شوي او یو ټپی شوی دی.

چارواکي وايي له کوټې ښار نه ۲۵ کلیومتره لرې په کچلاغ ښارګوټي کې نا معلومو کسانو د وژل شویو کسانو په ګاډي ډزې وکړې.

ددې ډزو په پایله کې د اقتصادي شعبې دوه کارکوونکي ووژل شول او یو ټپي شو. وژل شوي کسان د هزاره قبیلې اړوند دي. د ځايي چارواکو په وینا دغه کسان له کوټې نه بشین ته پر لاره وو، چې ووژل شول.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .