پر هندوستاني جنرال برید: درې کسان نیول شوي

د خپريدو وخت: 04:39 گرینویچ - جمعه 05 اکتوبر 2012 - 14 تله 1391

د برتانیا پولیس وايي په پخواني هندوستاني جنرال کلدیپ برار يي د برید په تور د یوې ښځې په شمول درې تنه نیولي دي.

د پولیس په وینا دغه کسان له لندن نه نژدې ۲۵۰ کیلومتره لرې د وېسټ میډ لینډ په سیمه کې نیول شوي دي.

تقاعد ډګر جنرال برار د یکشنې په ورځ په لندن کې هغه مهال په چاًو ووهل شو، چې د شخصي کار لپاره هلته تللی و.

د لندن پولیسو دغه کار د نوموړي د وژلو هڅه بللې وه.

له برید نه وروسته له بي بي سره د خبرو پر مهال وویل، چې دغه برید د کرکې په تنیجه کې تر سره شوی جرم دی او بنسټپال سکان د دغه برید مسوولین دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .