پر حمص ښار حکومت سخته بمباري کړې ده

د خپريدو وخت: 05:06 گرینویچ - شنبه‬ 06 اکتوبر 2012 - 15 تله 1391

سوري چارواکي وايي چې په هغه هېواد کې يې د حمص پر ښار سخته بمباري کړې چې په تيرو پنځو مياشتو کې يې سارى نه لاره.

پر سوريې د بشري حقونو د څار ډله وايي چې د خلديه سيمه د هوايي بمبارى او د توپونو تر دزو لاندې نيول شوې.

دا رنگه رپوټونه وايي چې پرون تر ناوخته پورې د حلب په ښار کې جگړه روانه وه او دولتي ځواکونو د دمشق، حما او ادلیب پر ځينو سيمو درنې بمبارۍ کړې دي.

بل پلو ترکي پوځونو د دغه هيواد په سويل کې د يو توغندي له راپريوتو وروسته پر سوري مورچلو ډزې کړي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .