د شمالي کوریا عسکر جنوبي کوریا ته تښتېدلی

د خپريدو وخت: 16:44 گرینویچ - شنبه‬ 06 اکتوبر 2012 - 15 تله 1391

په سیول کې د جنوبي کوریا دفاعي چارواکي وايي د شمالي کوریا یو عسکر چې خپل دوه تنه افسران یې وژلي د دوی خوا ته ورتښتېدلی دی.

د جنوبي کوریا د پوځ یوه ویاند ویلي تښتېدلی عسکر په یوه زندان کې و.

د دواړو هېوادونو له پولې د تښتېدلو کسانو اوښتل ډېر لږ لیدل کیږي، وروستۍ پېښه په ۲۰۰۸ کال کې وه چې د شمالي کوریا یو سرتېری جنوبي کوریا ته تښتېدل وو.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .