اسراییلو پخپله فضا کې یوه څارګره الوتکه غورځولې

د خپريدو وخت: 04:52 گرینویچ - 07 اکتوبر 2012 - 16 تله 1391

د اسراييلو جنگي الوتکو يوه بې پيلوټه الوتکه چې د مديترانې څخه د دوى فضايي حريم ته ننوتلې وه، راغورځولې ده.

اسرايلي پوځيان وايي ډرون يا بې پيلوټه الوتکه يې چې چوونکي توکي په کې نه وه ځاى پر ځاى شوي، په يوه دښته کې راغورځولي ده.

تر اوسه دا لا معلومه شوې نه ده چې دغه کوچنۍ بې پيلوټه الوتکه له کوم هېواد الوتې، او د اسراييل اسمان ته ننوتلې وه.

اسراييلي چارواکي وايي دوى دا ېيښه جدي نيسي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .