سودان کې پوځي الوتکه رالوېدلې

د خپريدو وخت: 10:34 گرینویچ - 07 اکتوبر 2012 - 16 تله 1391

د سودان د پوځ یوه ټرانسپورټي الوتکه، چې له شلو ډېر کسان پکې سپاره وو، له پلازمېنې خرطوم د باندې رانسکوره شوې ده.

پوځ ویلي، د مرګ ژوبلې کره شمېر تر اوسه مالوم نه دی.

د انټونیو د الوتکې تر راپریوتو وړاندې، پیلوټ د تخنیکي ستونزو خبر ورکړی و.

په اګست کې هم د جنوبي سودان یوه الوتکه راپرېوتې وه، چې د سیاسي جنرالانو په ګډون له دېرشو ډېر کسان په کې وژل شوي وو.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .