له جنوبي کوریا سره د امریکا نوې هوکړه

د خپريدو وخت: 17:23 گرینویچ - 07 اکتوبر 2012 - 16 تله 1391

جنوبي کوریا اعلان کړی، چې له امریکا سره د توغندیو یوې داسې هوکړې ته رسېدلې، چې د جنوبي کوریا د بلاسیتک توغندې درې چند واټن وهلی شي.

جنوبي کوریا وايي، دغه کار به د شمالي کوریا د ګواښ پر وړاندې مقابله وکړي.

د جنوبي کوریا دغه نوی توغندی، چې ۸۰۰کیلو متره واټن وهلی شي، په ټوله شمالي کوريا، د چین او جاپان په ځینو برخو کې نخښه ویشتلی شي.

له امریکا سره د جنوبي کوریا د توغندیو پخوانی قرارداد تر ۳۰۰مترو واټن پورې رسېده، چې موخه یې د خپل ځآن دفاع وه.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .