پاکستان کې د واکمن ګوند پر سیاسي غونډه ډزې شوي

د خپريدو وخت: 06:55 گرینویچ - دوشنبه 08 اکتوبر 2012 - 17 تله 1391

د پاکستان په سند ایالت کې د واکمن ګوند( پیپلزپارټۍ) پر یوه غونډه د ډزو له امله شپږ تنه وژل شوی او ۱۰ ټپیان دي.

د غونډې مشري د پاکستان د پارلمان غړې نفېسه شاه کوله. دغه پېښه په خېر پور ښار کې رامنځ ته شوه.

د سند ایالت لومړي وزیر د هر وژل شوي کس لپاره د درې لکه کالدارو د ټپي لپاره د یو لک کالدارو او د برسېرنو ټپیانو لپاره د ۵۰ زره کالدارو مرستې اعلان کړی او په دې سربېره يي د دوشنبې په ورځ په دغه ایالت کې د رسمي ماتم اعلان کړی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .