عراق کې ۱۱ کسان د ترهګرۍ په جرم اعدام شوي

د خپريدو وخت: 05:44 گرینویچ - دوشنبه 08 اکتوبر 2012 - 17 تله 1391

د عراق عدليې وزارت وايي ۱۱ کسان يې اعدام کړي چې د ترهګرو بريدونو په جرم محکوم شوي وو.

دغه وزارت ويلي دغه کسانو چې لس تنه يې عراقيان او يو يې الجزايری و، د عراقيانو پر ضد يې د وژنو او چاودنو عملونه کړي وو.

د راپورونو له مخې په عراق کې سږ کال تر دې مهاله څه د پاسه سل تنه اعدام شوي دي. دغه عمل د ملګرو ملتو، اروپايي ټولنې او بشري حقونو نړيوالو ټولنو له خوا دا غوښتنې پارولې چې بغداد دې د مرګ سزا پلي کول ودروي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .