د ترکیې پوځ پر سوریه ځوابي ډزې کړي

د خپريدو وخت: 05:39 گرینویچ - دوشنبه 08 اکتوبر 2012 - 17 تله 1391

د ترکيې پوځ د سوريې دهغو مرميو په ځواب کې چې شاوخوا ۲۰۰ متره د ترکيې په خاوره کې دننه پرېوتې د توپونو ډزې کړې دي.

دا د پولې په اوږدو کې يوپر بل د ډزو د لړۍ تازه پېښه ده، او د پولې پرسر هغه کلي سره نژدې شوې چې تېره پنجشنبه په کې پنځه تنه ملکيان ووژل شول.

په دې پېښه کې د مرګ ژوبلې په اړه کوم راپور نه دی ورکړل شوی. د ترکيې ځواکونه له ټانکونو سره سيمې ته د ګزمې لپاره استول شوي دي.

بل لور ته د سوريې په پلازمېنه دمشق کې د پوليسو مرکز سره موټر بم چاودنه شوې ده. په پېښه کې لږترلږه يو کس وژل شوی او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .