نړیواله محکمه د سیف الاسلام لومړۍ محاکمه پیلوي

د خپريدو وخت: 11:20 گرینویچ - سه شنبه 09 اکتوبر 2012 - 18 تله 1391

د جرمونو نړیواله محکمه به نن ناوخته د لېبيا د پخواني مشر د زوی سيف الاسلام د محکمې لومړنۍ اورېدنه پيل کړي.

سيف قذافي د ياغیانو پر وړاندې په کورنۍ جګړه کې په لاس لرلو تورن دی چې د ده د پلار حکومت يې رانسکور کړ.

خو په دې اړه لا هم بشپړه موافقه نه ده شوې چې د ده د محکمې ټول پړاونه دې په لېبیا کې ترسره شي او که په هاګ کې.

تمه ده چې د سيف الاسلام وکيلان ټينګار وکړي چې په لېبيا کې به د ده عادلانه محکمه ونه شي.

خو لېبيايي چارواکي ټينګار کوي چې ښاغلی سيف بايد په لېبيا کې محاکمه شي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .