د ناټو دفاع وزيران د افغانستان په اړه غونډه کوي

د خپريدو وخت: 06:42 گرینویچ - چارشنبه 10 اکتوبر 2012 - 19 تله 1391

ټاکل شوې ده د ناټو دفاع وزيران د افغانستان د حالاتو په تړاو غږېدو لپاره په راتلونکو څو ساعتوکې سره جرگه شي.

دغې دوه ورځنۍ غونډې ته چې په برسلز کې جوړه شوې، د افغانستان دفاع وزير بسم الله محمدي هم وربلل شوى.

د ناټو سرمنشي اندرس فوراسموسن ويلي، چې له ٢٠١٤ کال وروسته له افغانستان سره د اړيکو څرنگوالى، افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتو سپارل او پر بهرنيو ځواکونو د افغان پوځيانو ډېر شوي بريدونه به د نننۍ غونډې د خبرو مهمې برخې وي.

په نيويارک کې د ملگرو ملتو امنيت شورا د ٢٠١٣ کال د اکتوبر تر ۱۳ نېټې پورې يانې د يوۀ بل کال لپاره په افغانستان کې د ناټو ماموريت وغځاوۀ.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .