ملګري ملتونه: ژر به بین الافغاني مذاکرات پیل کړو

د خپريدو وخت: 06:59 گرینویچ - چارشنبه 10 اکتوبر 2012 - 19 تله 1391

په کابل کې د ملګرو ملتو ځانګړى استازى وايي ،هڅه کوي چې په دغه هېواد د ښېکلو ډلو ترمنځ ژر د سولې خبرې اترې پيل شي. يان کوبيش چې يوې خبري غونډې ته یې وينا کوله وويل، چې د سولې خبرو اترو ته به بيلابيلې سياسي ډلې، افغان حکومت او ان طالبان هم را وبلل شي.

خو ښاغلي کوبيش ونه ويل چې دغه خبرې به کله پيل شي. د نوموړي په خبره" ملګري ملتونه په دې بهیرونو کې بې پرې رول لري. ملګري ملتونه هڅه کوي، چې ملی پوهاوی رامنځ ته کړي، چې په پایله کې يي ملي جوړجاړی راشي.

دې بهیرونوسره موږ ډېر ژر د بین الافغاني خبرو اترو دویم پراو پیلوو، هڅه کوو، چې د بېلابېلو سیاسي خوځښتونو، مدنې ټولنې استازي او هغه کسان په کې ښکېل کړو، چې له افغان حکومت سره وسله واله جګړه کوي. په دې سره به افغانان وکولی شي، چې د خپل راتلونکي ملي برخلیک په اړه خبرې اترې وکړي."

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .