یونان سوري کډوالو ته مېشت ځای ورکوي

د خپريدو وخت: 07:07 گرینویچ - جمعه 12 اکتوبر 2012 - 21 تله 1391

یونان وايي پلان لري شاخوا ۲۰ زره سوري کډوال په خپلو دوو ټاپوګانو کې ځاي پرځاي کړي چې له دې سره به په دغو ټاپوګانو کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډیره شي.
د یونان د عامه نظم وزارت وايي په رودیس او کریټي پخوانیو پوځي کمپونو کې سوري کډوالو ته اسانتیاوې برابرې شوې دي.

په اتن کې د بي بي سي خبریال وايي یونان ته د کډوالو راتګ له مخکې نه د دغه هیواد پر اقتصاد فشار ډیر کړی ځکه چې اروپا ته تلوونکي په سلو کې اتیا کډوال د یونان له لارې ځي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .