مصري اخ و ډب ګڼ کسان ژوبل کړل

د خپريدو وخت: 05:31 گرینویچ - شنبه‬ 13 اکتوبر 2012 - 22 تله 1391

د مصر په پلازمېنه قاهره کې د ولسمشر محمد مرسي د پلويانو او مخالفينو د احتجاج په ترڅ اخ وډب کې له سلو ډېر کسان ژوبل شوي دي.

دا له هغه راهيسي چې تيرجون کې ښاغلى مرصي د مصر ولسمشرشو ، ترټولو بد تاوتريخوالى وو.

احتجاج کوونکو يو پر بل د ډبرو، بوتلونو او پطرولي بمونو گوازرونه کړي دي.

هغه دوه بسونه هم سوځول شوي چې د ښاغلي مرصي ملاتړي يې ليږدول او همدارنگه هغه ستيژ يا دريځ هم نسکور شوى چې مخالفينودخبرو لپاره درولى وو.

رپوټونه دا راز وايي چې دمصر په ځينو نورو ښارونو کې هم د اخوان المسليمين پر دفترونو بريدونه شوي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .