د زابل چاودنې دوه پولیس ووژل

د خپريدو وخت: 09:58 گرینویچ - شنبه‬ 13 اکتوبر 2012 - 22 تله 1391

د زابل سیمه ییز چارواکي وایي چې نن له غرمې مخکې دوو چاودونو کې لږ ترلږه دوه پولیس وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

د زابل د والي ویاند شریف الله ناصري وایيی چې دغه چاودنې د ریموټ کنترول په مټ مرکز کلات کې رامنځ ته شوې دي.

د ناصري په خبره، لومړۍ چاودنې زیان نه درلود، خو په دویمه چاودنه کې دوه پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

خو ددغه ولایت د امنیت امر بیا یوازې د درو پولیسو د ټپې کېدو خبره کوي.

تر دې دمه وسله والو طالبانو ددغو چاودنو په اړه څه نه دي ویلي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .