مصری څارنوال د ولسمشر له امر سربېره هم کار کوي

د خپريدو وخت: 17:21 گرینویچ - شنبه‬ 13 اکتوبر 2012 - 22 تله 1391

د مصر لوی څارنوال عبدالمجيد محمود له دې سربېره تر کلو امینت لاندې کار خپل کار ته دوام ورکړی چې ولسمشر محمد مرسي يې د لرې کولو امر وکړ.

قانون پوهان او قاضيان د ښاغلي محمود پر پلوۍ خبرې کوي، وايي د لوی څارنوال ګمارل د خپلواکې قضا په واک کې دي، نه د ولسمشر.

محمد مرسي د پنجشنبې په ورځ (اکتوبر/۱۳ مه) وروسته له هغه د ښاغلي محمود د لرې کېدو هڅه وکړه چې د حسني مبارک ۴۰ پلويانو ته يې برات ورکړ.

پر دوی تور دی چې تېر کال يې د پاڅون پر مهال په مظاهره چيان بريد کړی.

د برات دغه اقدام د دې لامل شو چې د جمعې په ورځ د ولسمشر پلويان او مخالفين سره ونښلي چې په پايله کې يې له ۱۰۰ زيات کسان ټپيان شول.

د مصر لوی څارنوال عبدالمجيد محمود وايي ولسمشر مرسي له دندې د ده د ګوښه کېدو واک نه لري.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .