کندهار کې د ملي امنيت درې کارکوونکي وژل شوي

د خپريدو وخت: 17:21 گرینویچ - شنبه‬ 13 اکتوبر 2012 - 22 تله 1391

د افغانستان په سويل کندهار کې چارواکي وايي يوه ځانمرګي بريد د ملي امنيت لږ تر لږه درې ځايي کارکوونکي وژلي دي.

ولايتي چارواکي وايي ځانمرګي په معروف ولسوالۍ کې د استخباراتو دفتر ته څېرمه په يوه پوسته کې ځان الوځولی دی.

ځینې راپورونه وايي په دغه بريد کې دوه بهرنيان هم وژل شوي دي.

معروف د کندهار سرحدي ولسوالۍ ده چې له پاکستان سره اوږده پوله لري.

وسله وال طالبان وايي بريد دوی کړی، چې په خبره يې اووه بهرني سرتېري په کې وژل شوي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .