جرمني پر ایران نور بندیزونه لګول غواړي

د خپريدو وخت: 12:51 گرینویچ - 14 اکتوبر 2012 - 23 تله 1391

جرمني د ایران د لانجمن اټومي پروګرام پر سر پر دغه هېواد دلا ډېرو بندیزونو غوښتنه کړې.

د جرمني د بهرنیو چارووزیر ګویډو ویسټرویل ویلي، تهران هېڅ مهمې پوښتنې ته ځواب دی ویلی او د ده په وینا اوس د دې وخت راغلی، چې پر دغه هیواد فشار ډېر شوي.

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران سبا دوشنبه غونډه کوي او د دې لانجې په اړه پر تازه اقداماتو خبرې کوي.

خبریالان وايي، د ایران د ګازو صادرات او مخابرات به په نویو بندیزونو کې شامل وي.

لویدیځ وايي، ایران د اتوم بم د جوړولو هڅه کوي، خو ایران یې نه مني.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .