بان کي مون د ملالې له پلار سره غمرازي ښودلې

د خپريدو وخت: 05:23 گرینویچ - 14 اکتوبر 2012 - 23 تله 1391

پاکستاني چارواکو ويلي چې د ټپي شوې ملالې يوسفزۍ روغتيايي حالت مخ په ښه کيدو دى، خو تر اوسه هم هغې ته د ماشين پر مټ اکسيجن ورکول کيږي.

دغه چارواکي وايي چې دا مهال د نوموړې په پښو او لاسونو کې خوځښت او حرکت پيدا شوی دى.

په همدې حال کې د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون د ملالې پلار ته د ليک په استولو د هغې له کورنۍ سره غمرازي ښودلې او هغه يې د ټولې نړۍ لپاره د سولې نښه بللې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .