سکاټلنډ د خپلواکۍ لپاره ټولپوښتنه کېږي

د خپريدو وخت: 15:44 گرینویچ - دوشنبه 15 اکتوبر 2012 - 24 تله 1391

د بریتانیا لومړي وزیر ډېوېډ کېمېرون او د سکاټلنډ مشر وزیر الېکس سالموند یوه تړون لاسلیک کړ چې د یوې ټولپوښتنې له لارې به معلومه کړي چې آیا سکاټلنډ یو خپلواک ملت شي که څنګه؟

ټولپوښتنه به په ۲۰۱۴ کال کې په سکاټلنډ کې ترسره شي او د پوښتنې په پاڼه کې به د هو او نه ځواب ورکول کېږي.

ښاغلی کېمېرون د سکاټلنډ له بېلېدو سره مخالف دی، خو د ښاغلي سالموند، سکاټلنډ ملي ګوند له ۱۹۳۴ کال راهیسې د خپلواکۍ لپاره هڅې کوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .