د ځانمرګي برید له کبله افغانه نجلۍ زاره چاودې شوه

د خپريدو وخت: 07:12 گرینویچ - چارشنبه 17 اکتوبر 2012 - 26 تله 1391

د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د امریکايي او افغان ځواکونو پر ېوې ګډې اډې ځانمرګی برید شوی دی.

لومړني راپورونه وايي چې یوه څلورکلنه نجلۍ د چاودنې د دروندوالي له امله زاره چاودې شوې او اته تنه عام وګړي هم ټپیان شوي دي.

طالبان وايي برید دوی کړی او بهرنیانو ته یې درانه تلفات اړ ولی دي.

د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمن منګل وايي برید کوونکي اډې ته په ننوتو نه دي بریالي شوي او په پېښه کې د ملی اردو د لسګونو سرتېرو سرسري ټپی کېدو خبر کوي:

''سهار اووه نیمې بجې یو برید وشو، چې د ملي اردو سرتېري ۴۵ پوځيان په کې ټپیان شوي. څوک په کې نه دي وژل شوي. ټپیان ټول د ملي اردو سرتېري دي، چې دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.''

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .