د سعودي سفیر دوژنې توطیه جوړونکي خپل جرم منلی

د خپريدو وخت: 07:15 گرینویچ - پنجشنبه 18 اکتوبر 2012 - 27 تله 1391

يوه ایراني توکمه امريکايي، د هغو تورونو په تړاو جرم منلی چې په امريکا کې يې د سعودي سفير وژنې توطيه کې برخه اخيستې وه.

امريکايي څارنوالان وايي منصور ارباب سير د نشيي توکو يوې مکسيکۍ ډلې د ګومارنې هڅه کړې وه، چې تېر کال د واشنګټن يو رستورانت کې داسې مهال بمي چاودنه وکړي چې د سعودي سفير په کې ماښام مهال ډوډۍ خوړله.

ښاغلي ارباب سير په نيويارک کې يوې محکمې ته ويلي دي، چې د ايراني پوځ له کسانو سره یې د دغې توطيې په جوړښت کې برخه درلوده.

ده ته به په راتلونکې جنورۍ کې سزا اورول کېږي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .