امریکا: جګړن ندال حسن ته د ږیرې خرېیلو حکم وشو

د خپريدو وخت: 05:39 گرینویچ - جمعه 19 اکتوبر 2012 - 28 تله 1391

د امریکا یوې پوځي محکمې حکم کړی چې جګړن ندال حسن، هغه کس چې پرې د فورټ هوډ په پوځي مرکز کې د ډزو شک شوی چې ۱۳ کسان پکې ووژل شول، باید له محاکمې وړاندې خپله ږېره وخرېي.

قاضیانو حکم وکړ چې د ږېرې خرېیلو په اړه د پوځ له مقرراتو سره سم نه چلېدل به د جګړن حسن په اړه یو منفي نظر رامنځته کړي.

جګړن حسن استدلال کوي چې ږېره ېې د خپل دین، اسلام، له لارښوونو سره سمه پرېښې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .